انصار: (د مرغومی ۱۹ مه) نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا له لکي مروت څخه د سړک جوړولو ۱۰ کارګر تښتولي دي.
پولیس وايي چې دا پېښه پرون (دوشنبې) د لکي مروت د بیټنو په حسن خېل سیمه کې شوې ده.
تښتول شویو کسانو د سړک جوړولو له یوې خصوصي کمپنۍ سره کار کاوه.
د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
لکي مروت د خیبر پښتونخوا د ډېرو نورو سیمو په شان ناامنه ده او د ټي ټي پي په شان وسله والې ډلې پکې فعالې دي.
په همدې حال کې پرون په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو پوځي ووژل شو.
د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي چې یو سرتېری یې هغه مهال په نښته کې ووژل شو چې دوی غوښتل د خپلو مخالفو وسله والو یو پټنځای له منځه یوسي.
تر دې مخکې پرون د باجوړ په مامندو کې د پولیسو د سپرلۍ د موټر په لاره کې د بم په چاودنه کې لږترلږه ۶ پولیس ووژل شول او ۲۲ نور ژوبل شول. د دغه برید مسوولیت ټي ټي پي په غاړه واخیست.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29500